کابل — مارګله نیوز: د افغانستان د ټولګټو وزارت وایي د رېل پټلۍ مرستیال وزیر محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ تخنیکي پلاوي په ازبکستان کې د افغان-ټرانس رېل پټلۍ او دوه اړخیزې همکارۍ په اړه خبرې کړې دي.
TOLOnews راپور ورکړی چې په غونډه کې د افغان-ټرانس امکان سنجونه، د هرات–مزار رېل د سروې اسنادو سپارل، فرعي کرښو جوړول او د رېل له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد زیاتول بحث شوي دي.
که پروژه بشپړه شي، ازبکستان به د افغانستان له لارې له پاکستان سره ونښلوي او د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ به مهم ترانزیټي دهلېز جوړ کړي.
