کابل — مارګله نیوز: افغانستان اې د جاپان په آیچي-ناګویا کې د ۲۰۲۶ اسیايي لوبو د نارینهوو د کرکټ ټورنمنټ کوارټر فاینل ته لار موندلې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات پجواک ته ویلي چې افغانستان اې به د دوشنبې په ورځ په کوارټر فاینل کې له هند سره مخ شي.
افغانستان په خپله لومړۍ لوبه کې جاپان په ۴۸ منډو مات کړ، خو دویمه لوبه یې نیپال ته په پنځو ویکټو وبایلله.
د جاپان او نیپال لوبه د باران له امله بې پایلې شوه او له دې سره د افغانستان کوارټر فاینل ته تګ یقیني شو.
