د افغانستان ملي هوايي شرکت آریانا افغان هوايي شرکت په سیمه ییزه هوايي درجه بندۍ کې خپل ځای ښه کړی دی.
د Skytrax د ۲۰۲۶ درجه بندۍ له مخې، آریانا افغان هوايي شرکت د منځنۍ اسیا او سي آی اېس د هوايي شرکتونو په منځ کې اووم مقام خپل کړی دی.
د راپور له مخې، شرکت په تېرې درجه بندۍ کې اتم ځای درلود، نو په نوې لېست کې یې یو مقام پرمختګ کړی دی.
آریانا افغان هوايي شرکت له هغو مهمو شرکتونو څخه دی چې افغانستان له یو شمېر سیمه ییزو او نړیوالو ځایونو سره نښلوي.
