قلات — مارګله نیوز: د بلوچستان لبریشن فرنټ (BLF) داسې نوې ویډیوګانې او انځورونه خپاره کړي چې د دې ډلې په وینا د قلات ولسوالۍ په منګوچر کې د هغې د نوي جوړ شوي کریمه آرمډ اسالټ ډویژن (KAAD) فعالیتونه ښيي.
د War Monitor د راپور له مخې، دغه بصري مواد د سپتمبر په ۲۶مه خپاره شوي او د BLF تر هغه پخواني ادعا وروسته راځي چې ویلي یې وو د سپتمبر په ۲۵مه یې جنګیالیو په منګوچر کې پر اصلي لویه لاره ناکه بندي کړې او پاکستاني پوځي کاروانونه یې هدف ګرځولي دي.
دې ډلې تر دې وړاندې د مرګ ژوبلې او پوځي وسایطو د زیانمنېدو ادعاوې هم کړې وې.
د ادعا شویو مرګ ژوبلو او د وسایطو د زیان جزیات په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.
