د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ پر لا پراخولو ټینګار کړی دی.
هغه اړوندو چارواکو ته سپارښتنه کړې چې له افغانستان سره اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي او له شته فرصتونو ګټه واخلي.
د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ ترڅنګ، د ترانزیټ، انرژۍ، کرنې او سرحدي سوداګرۍ په برخو کې هم پراخ اقتصادي روابط شته.
د دواړو هېوادونو سوداګریزو ټولنو په وروستیو کې د سوداګریزو خنډونو د کمولو، سرحدي اسانتیاوو د ښه کولو او د خصوصي سکتورونو ترمنځ د مستقیمو اړیکو د پراخولو غوښتنه کړې ده.
د ایران له لوري د اقتصادي همکارۍ د پراخولو وروستی پیغام کولی شي د افغانستان د سیمه ییزې سوداګرۍ د تنوع په هڅو کې مهم پرمختګ وي.
