هنګو — مارګله نیوز: د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې د امنیتي ځواکونو پر یوه کاروان د سړک غاړې چاودنې له امله شپږ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.
پاکستاني چارواکو ویلي، پېښه د هنګو په ولسوالۍ کې د پنجشنبې په ورځ رامنځته شوې، کله چې د امنیتي ځواکونو کاروان د چاودېدونکو توکو هدف وګرځېد.
پاکستاني پوځ همداراز ویلي چې په هنګو او شمالي وزیرستان کې یې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په جلا عملیاتو کې لس وسلهوال وژلي دي.
چارواکو وژل شوي وسلهوال له تحریک طالبان پاکستان (TTP) سره تړلي بللي دي. تحریک طالبان پاکستان له افغان طالبانو جلا ډله ده.
اسلاماباد تور لګوي چې د پاکستان ضد وسلهوال د افغانستان له خاورې فعالیت کوي، خو افغان حکومت دا تورونه په وار وار رد کړي دي.
