جوهانسبرګ/کیپ ټاون — مارګله نیوز: په جنوبي افریقا کې په دوو جلا ډلهییزو ډزو کې لږ تر لږه ۲۷ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
پولیس وایي د جوهانسبرګ سوېل لوېدیځ ته د ویډیلا ټاون شپ په یوه بار کې اتو وسلهوالو ډزې وکړې، ۱۷ کسان یې ووژل او ۱۵ نور یې ټپیان کړل.
چارواکي وایي بریدګرو AK-47 ټوپکونه او تومانچې لرلې او د دوو موټرو له سوځولو وروسته وتښتېدل. د هغوی د نیولو لپاره پراخ لټون روان دی.
په بله جلا پېښه کې، کیپ ټاون ته نږدې په لندولې سیمه کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د دواړو بریدونو انګېزه سمدستي نه ده روښانه شوې او پولیس وایي د څو شکمنو کسانو لټون روان دی.
