
افغان حکومت وايي په کونړ او هلمند کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۹ ملکي وګړي وژل شوي؛ پاکستان د ۲۲ وسله والو د وژل کېدو ادعا کوي
ذبیح الله مجاهد وايي د پاکستان په هوايي بریدونو کې په کونړ او هلمند کې ۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي، خو پاکستان وايي بریدونو د وسله والو پټنځایونه په نښه کړي او د لومړنیو معلوماتو له مخې ۲۲ وسله وال وژل شوي. دواړه شمېرې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.
