منځپانګې ته لاړ شئ

فراه پوهنتون کې د ۴۶.۵ میلیونه افغانیو دوه پراختیايي پروژې پیل شوې

د فراه پوهنتون د مرکزي سړک او د احاطې دېوال د درېیمې برخې د جوړولو کار د ۴۶.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوی.

لیکوال مارګله نیوز خبرخونه

خپور شوی

1 دقیقې لوستل

فراه — مارګله نیوز: د فراه پوهنتون دوه پراختیايي پروژې پیل شوې دي.

باختر خبري اژانس وایي په پروژو کې د پوهنتون د مرکزي سړک جوړول او د احاطې دېوال د درېیمې برخې کار شامل دی، چې ټولیز ارزښت یې له ۴۶ میلیونه افغانیو ډېر دی.

پروژې د لوړو زده کړو وزارت تر چتر لاندې عملي کېږي.

د خبر لینک: https://margallanews.com/story/farah-university-two-development-projects-46-5m-afn-2026-09-24?lang=ps