غزني — مارګله نیوز: په غزني ولایت کې د «سعادت تعاوني روغتون» د نوې ودانۍ د جوړېدو چارې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.
د پروژې د پیل په مراسمو کې د روغتون د مسؤلینو ترڅنګ دیني عالمانو، قومي مخورو، روغتیايي کارکوونکو او د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ګډون کړی و.
د مراسمو پر مهال په غزني کې د روغتیايي خدمتونو د پراختیا، خلکو ته د معیاري طبي خدمتونو د وړاندې کولو او د روغتیايي زیربناوو د پیاوړتیا پر اړتیا خبرې وشوې.
ګډونوالو ته د روغتون د نوې ودانۍ طرحه هم وړاندې شوه. د مسؤلینو په وینا، د پروژې له مخې به د روغتون لپاره یوه څو پوړیزه او مجهزه ودانۍ جوړه شي.
د روغتون مسؤلین وایي، د دې پروژې موخه د غزني اوسېدونکو ته روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي پراخول او ناروغانو ته د معیاري طبي خدمتونو لپاره د غوره اسانتیاوو برابرول دي.
په مراسمو کې د روغتون د رهبرۍ شورا استازو حاجي محمد اقبال سروري، ډاکټر عبدالوکيل عشرتي او د سیمې وکیل حاجي شهابالله هم خبرې وکړې.
د مسؤلینو په وینا، د روغتون د جوړېدو پروژه به د روغتیايي خدمتونو د پراختیا ترڅنګ د کار او مسلکي فرصتونو په رامنځته کولو کې هم مرسته وکړي.
