برلین — د جرمني د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې د ۴۸۸ افغان وګړو دوسیې افغانستان ته د احتمالي شړلو لپاره فدرالي پولیسو ته سپارل شوې دي؛ په دې ډله کې ۲۶۷ کسان داسې دي چې جنايي محکومیت نه لري.
دغه شمېرې د جرمني په پارلمان کې د کیڼ اړخي ګوند د غړې کلارا بینګر د پوښتنې په ځواب کې خپرې شوې او جرمني رسنیو هم راپور کړې دي. شمېرې د جولای له ۸مې تر سپتمبر ۱۸مې پورې د فدرالي ایالتونو له خوا فدرالي پولیسو ته سپارل شوې دوسیې رانغاړي.
د وزارت په وینا، له بریمن او مکلنبورګ-فورپومرن پرته ټولو ایالتونو د افغانانو دوسیې د احتمالي شړلو لپاره سپارلې دي. اووه افغانان د فدرالي پولیسو په غوښتنه د شړلو په توقیف کې دي او یو بل کس د داخلېدو د رد کېدو په تړاو په توقیف کې دی.
د کورنیو چارو وزارت وايي د اوسني جرمني حکومت له واک ته رسېدو وروسته شاوخوا ۲۵۰ افغانان افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
جرمني په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته افغانستان ته شړل درولي وو. په ۲۰۲۴ کال کې دا بهیر بیا پیل شو او په لومړیو کې پر هغو کسانو تمرکز و چې په جدي جرمونو محکوم وو یا امنیتي ګواښ بلل کېدل. اوسني ارقام ښيي چې ځینې داسې افغانان هم د شړلو لپاره ارزول کېږي چې جنايي محکومیت نه لري.
په دې لېست کې د ۴۸۸ کسانو شاملېدل د دې معنا نه لري چې ټول به حتمي یا سمدستي وشړل شي. د جرمني حکومت وايي شړل د هغو کسانو پر وړاندې عملي کېدای شي چې په قانوني توګه د وتلو مکلف وي او د فردي قانوني خنډ له مخې له شړلو خوندي نه وي. د هرې دوسیې لپاره جلا حقوقي او اداري بهیر پاتې کېدای شي.
کلارا بینګر او د کډوالو د حقونو ځینو ډلو د افغانستان امنیتي، بشري او د بشري حقونو وضعیت ته په اشارې د هغو افغانانو پر شړلو نیوکه کړې چې جنايي محکومیت نه لري.
