نورستان — مارګله نیوز: د نورستان په برگ متال ولسوالۍ کې د نږدې ۳۱ میلیونه افغانیو په لګښت د نوي پله جوړولو چارې پیل شوې دي.
باختر خبري اژانس وایي پل به ۳۰ متره اوږد او اته متره پلن وي او په پروژه کې د ۳۴۰ متره سړک جوړول هم شامل دي.
ولایتي چارواکي وایي پروژه به د ولسوالۍ د ۳۵ کلیو اوسېدونکو ته د تګ راتګ اسانتیا زیاته کړي.
