پښین — مارګله نیوز: د بلوچستان په پښین ولسوالۍ کې د سپتمبر په لومړۍ نېټه پر یوه ګمرکي او امنیتي مرکز په برید کې شپږ امنیتي او ګمرکي کسان وژل شوي وو.
راپورونه وایي، برید د زیارت کراس په سیمه کې شوی و او پاکستاني امنیتي ځواکونو وروسته وویل چې برید یې دفع کړی دی.
تحریک طالبان پاکستان (TTP) د برید مسؤلیت منلی و.
پښین د بلوچستان له پښتون مېشتو ولسوالیو څخه ده، چې په وروستیو میاشتو کې پکې د وسلهوالو بریدونو په شمېر کې زیاتوالی لیدل شوی.
