وانا — مارګله نیوز: د لوئر جنوبي وزیرستان د وانا تحصیل په سیمه کې د نامعلومو وسلهوالو په ډزو دوه کسان وژل شوي، چې یو یې د روغتیا ریاست کلرک و.
پولیس وایي وژل شوي کسان پر موټرسايکل د وانا رستم بازار څخه شین ورسک ته روان وو چې د ګنګي خېل تمځي ته څېرمه پرې ډزې وشوې.
وژل شوي کسان عبدالله او نور خان پېژندل شوي دي. پولیس وایي عبدالله د وانا د ولسوالۍ روغتیايي دفتر کې کلرک و.
بریدګر له ډزو وروسته تښتېدلي او پولیسو پلټنې پیل کړې دي.
پولیس وایي داسې معلومات هم شته چې وژل شوي کسان د ځمکې په یوه شخړه کې ښکېل وو، نو د پېښې د انګېزې د معلومولو لپاره بېلابېل اړخونه څېړل کېږي.
تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې د برید مسؤلیت نه دی منلی.
