د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د بلاروس د صنعت له وزیر سره د صنعتي او سوداګریزو اړیکو د پراخولو په اړه خبرې وکړې. په خبرو کې په افغانستان کې د تولیدي فابریکو جوړول، د افغانستان او بلاروس د سوداګریز فورم منظمول او د ګډ اقتصادي کمېسیون د موضوعاتو تعقیب شامل وو.
بلاروسي چارواکو په افغانستان کې د ټراکټورونو، صنعتي ماشینرۍ او د کانونو د وسایلو او موټرو جوړوونکو شرکتونو د فعالیت د زیاتېدو لېوالتیا وښوده.
