د بغلان د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست وايي د ولایت په پنځو ولسوالیو کې د څښاک اوبو ۹ شبکې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. دا پروژې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په نهرین، برکه، خنجان، دوشي او دهنه غوري کې بشپړې شوې.
چارواکي وايي پر دغو شبکو ۳۵.۲ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او موخه یې کلیوالو سیمو ته د پاکو اوبو د لاسرسي ښه کول دي.
