بلخ — د دهدادي ولسوالۍ په شیراباد کې نوی روغتیايي مرکز پرانیستل شوی دی.
د باختر له مخې، د ودانۍ لګښت شاوخوا ۳۸۵ زره ډالره د UNHCR له خوا ورکړل شوی او نږدې ۱۱ زره ډالره تجهیزات برابر شوي. مرکز ۳۰ خونې لري او په شاوخوا ۲٬۰۰۰ مربع متره ساحه کې جوړ شوی، برېښنا، انتظار ځای او پارکینګ هم لري.
