مزارشریف — د بلخ په مرکز مزارشریف کې د نوشاد سړک د کانکریټولو پروژه پیل شوې ده.
د باختر خبري اژانس له مخې، د پروژې ارزښت ۲.۹ میلیونه افغانۍ دی او د ښاروالۍ له پراختیايي بودجې تمویلېږي. د سړک اوږدوالی ۶۳۰ متره او پلنوالی شپږ متره ښودل شوی.
ښاروالۍ ویلي چې د کار د بشپړېدو هدف شاوخوا دوه میاشتې دی.
