فراه — د ګلستان ولسوالۍ د ګاندي په کلي کې د څښاک اوبو شبکه بشپړه شوې ده.
د باختر خبري اژانس له مخې، د پروژې لګښت ۴ میلیونه افغانۍ دی او ۱۴۴ کورنۍ به ترې ګټه واخلي. په سیستم کې شاوخوا ۱۰۰ متره ژوره څاه او د اوبو زېرمه شامله ده.
راپور وایي د جوړولو کار شاوخوا څلورو میاشتو کې بشپړ شوی دی.
