کابل — د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې (ANDMA) او Norwegian People’s Aid د تخار او بدخشان لپاره د بشري ماین پاکۍ د همکارۍ تفاهم لاسلیک کړی دی.
د باختر له مخې، د تفاهم ارزښت له ۴۸۷ زره ډالرو زیات دی او د ماین پاکۍ ترڅنګ د خطرونو د پوهاوي فعالیتونه هم پکې شامل دي.
