د افغانستان د خوړو او درملو ادارې د کیفیت کنټرول لابراتوار د ۲۰۲۶ کال په سپتمبر کې د درملو، خوړو او اوبو ۳٬۴۶۴ نمونې ازمویلې دي. په دې کې ۳٬۳۱۸ د درملو، ۱۱۶ د خوړو او ۳۰ د اوبو نمونې شاملې وې.
وزارت وايي ۳٬۱۴۴ نمونې له معیار سره برابرې وې، ۱۰۹ غیرمعیاري، ۴۲ رد او ۱۶۹ د درملو نمونې د بیا ارزونې لپاره ثبت شوې.
