د افغانستان د ښار جوړونې او کور جوړونې وزارت وايي د دایمي مېشتېدو د پروګرام له لارې تر اوسه ۷۳٬۱۰۲ راستنېدونکو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ورکړل شوې دي. وزارت وايي دا پروسه په بېلابېلو ولایتونو کې روانه ده.
د تېرې اوونۍ په ترڅ کې ۱٬۲۸۵ کورنیو ته ځمکې ورکړل شوې، چې ۸۰۰ یې په ننګرهار، ۴۵۰ په کندز او ۳۵ په سمنګان کې دي.
