د افغانستان بانک د لومړي مرستیال صدیق الله خالد په وینا، سږکال د هېواد په بانکونو کې د خلکو زیرمې زیاتې شوې دي. هغه د عالي شورا غونډې ته وویل چې دا زیاتوالی د بانکدارۍ په سکتور کې د ثبات او د خلکو د باور د پیاوړتیا نښه ده.
په غونډه کې د پولي سیاستونو، اسلامي بانکدارۍ، برېښنايي بانکدارۍ او مالي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي د پراخولو موضوعات هم وڅېړل شول.
