د بلخ د عامې روغتیا مسؤلینو د شولګرې ولسوالۍ د خصوصي روغتیايي مرکزونو د څارنې پر مهال ۶ درملتونونه، ۳ مشورتي کلینیکونه او یو لابراتوار د روغتیايي مقرراتو د سرغړونې له امله تړلي دي.
وزارت وايي ۲۴۶ کارټنه تاریختېر او غیرمعیاري درمل هم راټول او د له منځه وړلو لپاره ځانګړي ځای ته انتقال شول.
