د عامې روغتیا وزارت وايي د لغمان د مرکز مهترلام د کرنج په سیمه کې د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د مرکز د جوړولو کار پیل شوی دی. دغه پروژه ۱۶۵ زره ډالره لګښت لري او IOM یې مالي ملاتړ کوي.
مرکز به ۱۵ خونې ولري او ټاکل شوې په پنځو میاشتو کې بشپړ شي. د روغتیا مسؤلان وايي د پروژې په بشپړېدو به د سیمې خلکو ته د روغتیايي خدمتونو لاسرسی ښه شي.
