د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت له Fine Star Group او Azra Green Stone شرکتونو سره د سرب او جست د معیاري پروسس فابریکې د انتقال او نصب لپاره د تفاهم یادداشت لاسلیک کړی دی. وزارت وايي هدف یې د کانونو د پروسس او پانګونې پراخول دي.
وزیر هدایت الله بدري ویلي چې وزارت د کانونو د استخراج، پروسس او اړوندو صنعتي فابریکو په برخه کې د خصوصي پانګونې د اسانتیا لپاره چمتو دی.
