کابل — د افغانستان مالیې وزارت وایي، د ۱۴۰۵ مالي کال د تعرفې کمېټې په درېیمه ناسته کې د کورني صنعت او تولیداتو د ملاتړ او د سوداګرۍ د ودې په موخه د یو شمېر وارداتي توکو په ګمرکي تعرفو کې بدلون راغلی دی.
د وزارت په وینا، د بطرۍ تعرفه له ۱۲ څخه ۱۶ سلنې، د تعمیراتي رنګ له ۱۶ څخه ۳۰ سلنې، د چرمي پاپوش له ۵۰ څخه ۸۰ سلنې، د ګچ تعرفه له ۵۰ څخه ۸۰ سلنې او د صحي تېکې یا پمپر تعرفه له ۲۰ څخه ۲۵ سلنې ته لوړه شوې ده.
مالیې وزارت وایي، د زړه د سټنټ، چې په عامه اصطلاح د زړه سپرېنګ هم بلل کېږي، ګمرکي تعرفه له ۸ څخه ۳.۵ سلنې ته راټیټه شوې ده.
وزارت زیاتوي چې د سمنټو، اوسپنیزو نلونو، یخچالونو او د قالینو اوبدلو د خامو موادو تعرفې هم تر ارزونې لاندې دي.
دغه شمېرې د مالیې وزارت د بیان په توګه راپور شوي دي. په ترلاسه شوې اطلاع کې د بدلونونو د عملي کېدو جلا نېټه نه ده ښودل شوې.
